د امریکا او چین ولسمشرانو په خبرو کې ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر محافظه کاره څرګندونې اړیکې خرابولی شي خو چین اماده دی چې د نوي حکومت سره ګډ کار وکړي.
د چین ولسمشر شی جین پینګ د متحده ایلاتو ولسمشر جوبایډن سره پرون شنبه د پیرو کې د اسیا پسفیک اقتصادي همکاریو د کلنۍ سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.
داسې رېپورټونه هم خپاره شول چې جوبایډن به د چین له ولسمشر څخه وغواړي چې شمالي کوریا د اوکراین په اړه د روسیې د جګړې لپاره د خپل ملاتړ د لا ژورولو مخه ونیسي.