ننګرهار کې د انځور اخېستو خبریالانو ته ستونزې جوړې کړي
وروسته له هغې چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې د طالبانو ولايتي ادارې په حکومتي غونډو او پروګرامونو کې د انځور او ويډيو اخېستل او دغه راز يې خبریالانو سره د ويډيويي مرکو باندې بنديز ولګولو په دغه ولايت کې مېشت خبریالان وايي چې له ستونزو سره مخ دي.
خبریالان وايي، که دا چاره قانون او يا هم د طالبانو د مشر فرمان وي، بايد په ټولو ولايتونو کې يو شان پلی شي او که نه وي نو يوازې ځينې ولايتونه دې نه محروم کېږي.
د نومبر په ۱۲مه په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستيال مولوي عزيز الله مصطفی په مشرۍ د دغه ولايت نظامي او ملکي ادارو مشرانو غونډه وکړه چې په کې د تصوير او ويډيو نه اخېستو پرېکړه وشوه.
د د طالبانو د ولایتې ادارې په پرېکړه لیک کې راغلي: د اميرالمومنین د حکم او د امربالمعروف د قانون له مخې د ذیروح عکسونه اخېستل او خپرول منع دي، نن په ولايت مقام کې په همدې اړه غونډه وشوه تر څو دغه حکم او قانون بشپړ عملي شي؛ نو تاسو ته خبر در کړل شو چې له دې وروسته ذیروح اشیاو له عکس اخېستلو او خپرولو ډډه وکړئ. همدا راز راپورونه د تېر په څېر لیکئ، د خپلې ادارې د ودانۍ، لوحې او یا لوګو سره يې خپروئ او که رسنیو سره مرکه کېږي، نو یوازې د غږیز پيغام د ثبت اجازه ده.
تر دغې پرېکړې وروسته اوس په ننګرهار کې د طالبانو ادارې نه له خبریالانو سره ويډيوي مرکې کوي او نه یې هم پروګرامونو ته ورغواړي.
د خبریالانو اندېښنې او غوښتنې
په ننګرهار کې د انځوریزو/تلویزیوني رسنيو يو شمېر خبریالان وايي، چې دغې پرېکړې يې پر کارونو ډېره اغیزه کړې او له ستونزو سره يې مخ کړي دي.
يو خبریال چې نه يې غوښتل نوم او شهرت يې په راپور کې ذکر شي، کابل ټیلیګراف ته وويل چې د طالبانو د ولایتې ادارې لخوا په دولتي ادارو او پروګرامونو کې د انځورونو او ويډیو بنديز له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
دی وايي: له يو اړخه دفترونه موږ نه راپورونه غواړي له بل اړخه دلته ويډيو اخېستل بند شوي دي، هره ورځ موږ تولیدي راپور نه شو برابرولی، که په غونډو او دولتي ادارو کې د ویډيو اجازه رانکړل شي؛ نو اندېښنه مو دا ده چې يوه ورځ به دفتر جواب راکړئ.
د ننګرهار يو بل خبریال هم چې نه يې غوښتل په راپور کې يې نوم ذکر شي، د طالبانو له حکومت او په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د دوی له ولايتي ادارې غواړي چې دغې پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي.
نوموړي دا هم وويل: که دا د طالبانو قانون وي، نو ولې په ټولو ولايتونو کې نشته؟ که قانون نه وي نو ولې يوازې موږ باندې دا بنديز لګول شوی دی؟ باید قانون په ټولو یو شان وي.
خبریالان وايي، که څه هم اوس ورته دا اجازه شته چې په عامو ځايونو کې عکس او ويډيو واخلي خو اندېښنه يې دا ده چې که حالت همداسې دوام وکړي نو ښايي بله ورځ پرې عامه ځايونو کې هم بنديز ولګول شي.
د خبریالانو د ملاتړ ادارو غبرګونونه
د خبریالانو د حقونو د ملاتړ يو شمېر بنسټونه بیا د طالبانو له لوري دا ډول کړنې ناسمې ګڼي او وايي، په اوسني عصر کې ويډيو، انځور، تلويزيون او په ټوله کې رسنۍ يوه اړتیا ده او پرې بندیز لګول له بشري حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې پر ننګرهار سربېره د طالبانو حکومت په کندهار، هلمند، بادغیس، تخار، غزني او تازه په پکتیا ولايتونو کې پر انځور اخېستو بندیز لګولی دی.
د دغه سازمان په ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو پر انځورونو او ویډیويي مرکو بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او د دغه محدوديتونو د پراخېده او پلي کېده به د رسنیو پر کاري بهیر ترڅنګ خلکو ته د اطلاعاتو لاسرسي په برخه کې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه غواړي چې په دې اړه له سره غور وکړي او د بيان ازادۍ او د خبريالانو او رسنيو اساسي حقونو ته په تېره بيا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د هېواد ټولنېزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو له لوري د پلي کېدو وړ بلل شوی، درناوى وکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې له لورې د نویو محدودیتونو لګول د رسنیو او خبریالانو ستونزې زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو د محدودیتونو له لویې څپې سره مخ شوې دي او دغه بندیزونه ګام په ګام بېلابېلو ولایتونو ته خپرېږي، د رسنیو د ازادۍ محدودول او د هغوی د ځپلو د برنامې چټکول یې ښکاره نښه ده.