د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلارو د بیلګیټس بسنټ لپاره د اسیایي هیوادونو مشرې اناماریا سره په لیدنه کې له دغه بنسټ د مرستو غوښتنه کړې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور تېره ورځ په کابل کې د اسیا لپاره د بیلګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې اناماریا سره کتلي دي.
باختر اژانس ندي لیکلي چې د طالبانو سرې میاشتې په کومه برخه کې له بیلګیټس بسټ د مرستې غوښتنه کړې خو دغه بنسټ په نړۍ د کې پولیو د ورکولو له پاره پراخ کارونه کوي چې نړۍ له پولیو پاکه کړي.
د مایکروسافټ کمپنۍ مخکنی مشر بیلګټس یو امریکايي شتمن دی چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو په کتار کې راځي او په بیلاو برخو کې د نړۍ له بې زولو خلکو سره مرستې کوي.