افغانستانخبرونه

طالبانو افغانستان کې نړیوال بنسټونه د تاریخ تېرو درملو په وېش تورن کړي

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال د دوشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له یو پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو له لورې د تاریخ تېرو درملو د وېش په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

عبدالسلام حنفي په کابل کې د روغتیا نړۍ‌وال سازمان له یو لوړپوړي‌ چارواکي ډاکټر حنان حسن بلخي او ورسره پلاوي سره په لیدنه کړې او ورته یې ویلي چې د تاریخ تېرو درملو وېش نه یوازې دا چې خلکو ته روغتیایي‌ ستونزې رامنځته کوي‌، بلکې د دغو بنسټونو باور هم له منځه وړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو د طالبانو د دغه چارواکي د تور په غبرګون کې ویلي‌ چې په دې اړه به جدي پلټنې وکړي.