خبرونهسیمهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې چاودنو د يو ديني عالم په ګډون ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په دوو سیمو د دوو چاودنو له امله د يو ديني عالم په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د جنوبي وزیرستان د تحصیل برمل سیمې په بازار کې چاودنې له امله د مولانا اعجاز په نوم يو ديني عالم وژل شوی او پنځه عام خلک ټپيان دی.

دغه دیني عالم د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی دی.

بلخوا د بر جنوبي وزیرستان پوليسو ويلي چې د سراروغه تحصيل په اينځر کلي‌ کې په يو کور کې دننه چاودنه شوې ده. د پولیسو په وينا په دې پېښه کې د بخت عالم په نامه يو تن وژل شوی او يو بل کس ژوبل شوی دی.

چاودنه د د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځايي مشر شیرزاده مسید په کور کې شوې ده.

دغه دواړه پېښې چې پرون شوي تر اوسه يې کومې وسله والې ډلې مسوولیت نه دی منلی.