د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، د جاپان سفارت ورسره د نشه یي توکو سره د مبارزې او اقلمي بدلون له امله ۱۷.۶۳ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره په ناسته کې د نشه یي توکو سره د مبارزې له پاره ۱۰ میلیونه او د اقلمي بدلونه د زیانمنو کورنیو له پاره ۷.۶۳ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان سفیر د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې برخه کې هم د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.
خپله د جاپان سفارت ددغې او یاد مرستو د ژمنې په اړه تراوسه رسنیو ته څه ندي ویلي.