خبرونهسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د اسرائیلو د ګواښ پر وړاندې د سوریې تر شا ولاړ یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل سوریایي سیال ته ډاډ ورکړی چې د اسرئیلو د ګواښ پر وړاندې دغه هېواد د سوریې تر شا ولاړ دی.
عباس عراقچي دا څرګندونې پرون په تهران کې له خپل سیال بسام الصباغ سره تر لیدنې وروسته یو ګډ خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال کړې دي.
عراقچي د سوریې او د ایران لخوا د تمویلېدونکو ډلو د ملاتړ په اړه په ټینګار سره وویل چې د اسرائیلو پر وړاندې به د سوریې او مقاومت ډلې ملاتړ ته دوام ورکړي.
بلخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بسام الصباغ چې ایراني چارواکو سره د لیدنې لپاره تهران ته تللی وویل چې د هر ډول یرغل پر وړاندې به مقابله کوي او د ایران له ګټو به هم دفاع کوي.