د پکتيا له ځاځي اريوب ولسوالۍ څخه رسنیو ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس، وسله والو طالبانو د جمهوري دولت پر مهال د ملي اردو سرتېری محمد یونس د تېرې جمعې په ماښام د ځاځي اریوب ولسوالۍ په شېرختلو کلي کې ونيوه او له ځان سره يې بووت.
کليوال يې وايي، د شنبې په ورځ يې له طالبانو څخه د نوموړي جسد ترلاسه کړ.
د دوی په وينا، طالبانو تر دې وړاندې هم نوموړي ته د پخوانۍ دندې له امله اخطارونه ورکړي وو
طالبانو د سيمې خلکو ته ګواښ کړی و، چې د نوموړي د وژنې د خبر بايد رسنيز نه شي، خو د سيمې ځينو اوسېدونکو چې له پکتيا ولايت د باندې اوسېږي دغه خبر رسنيو ته راوويست.
په تېرو ۳ کلونو کې د ملي اردو او ملي پوليسو سلګونه سرتېري په دا ډول مرموزه توګه وژل شوي چې د ډېرو د وژنې خبرونه نه دي رسنيز شوي.