افغانستانخبرونه

له نورو ولايتونو وروسته په هرات کې هم پر خبريالانو د تصوير اخيستلو بنديز ولګېد!

د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي طالبانو په هرات ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې په رسمي او غیررسمي غونډو کې دې د دوی د چارواکو انځورونه او ویډیوګانې نه اخلي.

طالبانو تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم خبریالانو ته سپارښتنه کړې وه چې راپورونو کې دې د ژوندیو موجوداتو پر ځای د ودانیو انځورونه خپاره کړي.

د طالبانو مشر د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون کې د ژوندیو موجوداتو انځورونه او ویډیو اخیستل ناروا بللي دي.

خو پخپله طالب چارواکي ويډیويي مرکې او کلپونه خپروي او د غونډو عکسونه یې له رسمي پاڼو خپرېږي.