طالبانو د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د محمد خېلو د کلي قومي مشر «کشمير» ۲۰ ورځې وړاندې د مقاومت په نوم جبهې سره د اړيکو په تور نيولی او د ځان سره يې ساتلی دی.
د نيول شوي قومي مشر کشمير يوه خپلوان رسنیو ته وويل، کشمير يو ولسي مشر دی چې د شاوخوا کليو د شخړو په هوارولو کې يې رول لوباوه، د نوموړي په خبره کشمير پر طالبانو ځکه بد لګېده چې د سيمې د خلکو ډېري ستونزې يې پرته له دې چې د طالبانو محکمې ته اړتيا پيدا کړي، حل او فصل کولې.
د دغه قومي مشر کليوال وايي، طالبانو پرته له کوم ثبوت څخه کشمير نيولی دی او تر اوسه پورې يې هيڅ محکمې ته هم نه دی وړاندې کړی.