د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کي د شریفې په نوم ۲۰ کلني مېرمني خپل ۴۰ کلن خاوند چي په دې ولسوالۍ کي د طالبانو ډلګی مشر و؛ په تبر وژلی.
مېرمن شریفه چي د خاوند تر وژلو وروسته د طالبانو لخوا نیول شوې ده ویلي؛ «خاوند مې د پیسو په زور پر دوهمې ښځې وکړم چي د ۴ میاشتو په موده کي مې یوه ورځ هم په خوښۍ نه ده ورسره تېره کړې او د ژوند هیڅ طریقه یې زده نه وه.»
که څه هم د طالب قومندان نوم نه دی رسنيز شوی خو مېرمن شريفه يې د پلار له خوا د ۹لکه افغانيو په بدل کې ياد طالب قومندان ته په داسې حال کې واده کړل شوه چې وار له مخه يې بله ښځه او بچيان ول.
بلخوا بیا دوه ورځي مخکې یاد ولایت کي یوې ۱۵ کلني نجلۍ د طالب اسخباراتو له قوماندان سره تر نکاح وروسته ځان وژنه وکړه.