افغانستانخبرونهلوبې

د کرکټ لس‌اوريزه ليګ نن پېلېږي؛ دوه افغان لوبغاړي پکې د دوو لوبډلو لوبډلمشران دي.

د ابوظهبي لس اوریزو سیالیو لیګ اتم پړاو نن پنجشنبه د ماسپښین درې بجې د ۲۳ افغان لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په «عجمان بولټز» او «اپ نوابز» لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان‌الله ګربز لوبډلمشري کوي.

سږکال د دغه لیګ په «موریسویل سمب‌ارمي» لوبډله کې کریم جنت، قیس احمد، امیر حمزه، شرف‌الدین اشرف په «نارترن واریرز» لوبډله کې فرید ملک، عضمت‌الله عمرزی او ضیاءالرحمن په «اب نوابس» لوبډله کې نجیب ځدران، رحمان‌الله ګربز، فریدون داودزی، خلیل ګربز، مسعود ګربز په «ابو ظهبي» لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي نور احمد او الله‌محمد غضنفر لوبېږي.

سږ کال محمد نبي او ګربز د دوو لوبډلو لوبډلمشري پکې کوي

په روان ليګ کې به په «عجمان بولټس» لوبډله کې څلور افغان لوبغاړي هر یو مجیب الرحمان، ګلبدین نایب، اعجاز احمدزی، محمد نبي لوبې کوي او په «بنګال ټایګرز» لوبډله کې راشد خان، محمد شهزاد او حضرت‌الله ځاځی به د دې لوبو برخه واوسي.

د یادولو ده چې د دې لیګ لومړی لوبه به نن ۳ بجې د ابوظهبي او عجمان بولټز لوبډلو ترمنځ وي