افغانستانخبرونه

چین او ترکمنستان پرېکړه کړې چې د افغانستان په اقتصادي روغونه کې به ونډه اخلي

د ترکمستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ترمنځ په لیدنه کې پرېکړه شوې چې د افغانستان اقتصادي بیا روغونه کې به ونډه اخلي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سردار محمد دُردییف او د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي یوو شیاونګ په مشرۍ یو پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو په وزارت کې سره کتلي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د دغه هېواد ټولنیز-اقتصادي حالت د ښه والي په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر رول هم خبرې وشوې.

دواره خواوو ټينګار كړی، چې ترکمنستان او چين به د ښه ګاونډيتوب د اصولو له مخې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې لپاره خپل هر اړخيز ملاتړ ته دوام ورکوي.