افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په دغه سازمان کې د طالبانو استازولي رد کړه

ملګرو ملتونو د افغانستان، میانمار او لیبیا هیوادنو باور لیکونه وڅېړل خو د طالبانو غوښتنه چې په ملګرو ملتونو کې دې د طالبانو استازی اومني رد کړ.

ډیپلوماټيکو سرچینو رسنیو ته تاید کړې چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان باور لیک ۷۷ یمې غونډې ته ځنډول شوی او د میانمار او لیبیا په بارول لیکونو غور شوی دی.

په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو، چين او روسيې په ګډون د کميټې غړو ګډون درلود.

دا څلورم ځل دی چې ملګري ملتونه د طالبانو هغه غوښتنه ردوي، چې د ملګرو ملتونو د شورا څوکۍ دې د دې ډلې استازي ته وسپاري.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ استازولي د ځپواني جمهوري حکومت استازی نصیر احمد فایق سنمبالوي.