افغانستانخبرونه

طالبان: په بغلان کې د سید پادشاه اغا په زیارت د برید په تړاو یې شکمن کسان نیولي

طالبانو ویلي چې په بغلان ولایت کې د سید پادشاه اغا په زیارت د برید په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دي.

تیره ورځ د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه یو “مرموز” برید بللی دی او ویلي یې دي چې په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي چې څېړنې ترې روانې دي.

په خبر پاڼه کې ندي ویل شوي چې څو کسان ددغه برید په تړاو نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، چې وژل شوي دي.