یوه امریکایي رسنۍ (The hill) وايي القاعده ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
یاده رسنۍ په یوه مقاله کې وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو سازمانونو په پټن ځای بدل شوی دی.
مقاله د کانګرس د څېړنو په استناد لیکي «القاعده په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي، د هیواد په کچه یې مدرسې تقویه کړي او د وسلو د زېرمه کولو لپاره یې یو مرکز جوړ کړی دی.»
پرون پنجشنه خپره شوې دا مقاله همدارنګه وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو له متحده ایالاتو هغه سرچینې واخیستلې چې افغانستان کې د ترهګرو د توطئیو په اړه یې استخباراتي معلومات راټولول.
تر دې وړاندې یوې هندي رسنۍ هم ادعا کړې وه چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په افغانستان کې دی او د القاعده شبکې د منظمولو په هلو ځلو بوخت دی.
طالبان که څه هم افغانستان کې د بهرنیو وسله والو او ترهګرو ډلو شتون ردوي او وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.