اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، هغه اسرائیلی یهودي عالم – خاخام چې څو ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ورک شوی و، جسد يې موندلی شوی دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ منلې وه چې موساد د اسرائیلي وګړي خباد زوی کوګان د ورکېدو په اړه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې څېړنې پېل کړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې کوګان د تېرې پنجشنبې په ورځ نادرکه شوی او اسرائیل دا یوه ترهګریزه پېښه ګڼي.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په څلورمه، په یوه بیان کې ویلي چې زوی کوګان په یو “کرکجن یهود ضد ترهګریز برید” کې وژل شوی دی.
په بیان کې راغلي: “د اسراییلو دولت به د جنایتکارانو د عدالت ته راکاږلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.”
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر، اسراییل ګاتس، هم په اکس یوه پیغام کې د زوی کوګان د وژل کېدو د خبر پخلی وکړ او زیاته یې کړه: “تر هغه چې د دې جنایت مسؤلین د خپلو اعمالو سزا ونه ویني، د اسراییلو دولت به آرامه پاتې نش.”
زوی کوګان، چې د متحده عربي اماراتو د یهودي ډلې “خباد” د روحاني رهبر مرستیال و، د تېرې پنجشنبې په ورځ نادرکه شوی و.