د ټولیز امنیت سازمان وايي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې لا هم یو شمېر وسله والې ترورېستي ډلې فعالیت کوي چې سیمې ته ګواښ پېښوونکې دي.
د دغه سازمان مشر ایمانقلي تاسماګمبتوف په یو بیان کې د دغې لندېښنې د شریکولو ترڅنګ ویلي چې باید له افغانستان سره د تاجکستان سرحدونه ټینګ کړای شي.
نوموړي په همدې تړاو د لیندۍ په ۸مه د دغه سازمان غونډه رابللې چې د تاجکستان د سرحدونو د ټینګولو ترحې ته رایه ورکړي.
تر دې وړاندې چین ویلي وو چې افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰ ترورېستي ډلې فعال مرکزونه او د روزنې کمپونه لري.
په دغه سازمان کې د روسیې تر څنګ له شوروي اتحاد وروسته رامنځته شوي هېوادونه تاجکستان، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او بېلاروس برخه لري او یو امنیتي سازمان دی.