خبرونهنړۍ

حزب الله تېره شپه په ۲۵۰ توغنديو د اسرائیلو هیواد ویشتی

راپورونه وايي، د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې تېره شپه په یو ځواکمن اقدام کې پر اسرائیلو د لرې واټن ویشتونکو توغندیو برید کړی او ۲۵۰ توغندي یې پرې ورولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل او لبنان د اوربند او سولې په اړه په مذاکراتو بوخت دي.
اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله د یو شمېر توغندیو ورتګ تایید کړی خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي.
بلخوا عربي رسنیو د حزب الله له قوله د دغه برید پخلی کړی او د ډېرو زیانونو د اړولو ادعاوې یې خپرې کړې دي.