په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، په دغه هېواد کې د امنيتي وضعيت د ترینګلتیا او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پلويانو د مظاهرو له امله د خوندیتوب په موخه نن دغه سفارت د مراجعينو پر مخ بند دی.
د طالبانو سفارت پر خپله اېکس پاڼه له خپلو مراجعینو غوښتي چې نن د نومبر په ۲۵مه دې د کارونو لپاره سفارت ته نه ورځي او دغه راز دې د بلې خبرتیا پورې هم سفارت ته د ورتګ هڅه نه کوي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند پلويانو پرون د نومبر په ۲۴مه په اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو سترو ښارونو کې د عمران خان د خلاصون په موخه مظاهرې پلان کړې وې خو حکومت پرون سهار لويو ښارونو کې د دغه هېواد د يوه قانون له مخې ګرځبنديز لګولی او اسلام اباد ته ورغلې لارې يې په کانټينرونو تړلې دي.