په زور د بندي نجلۍ د ودولو پايله؛ طالبانو د ننګرهار د زندان رييس له دندې ګوښه کړ
د طالبانو حکومت په ننګرهار کې د زندان مسوول ملا مقتدا له هغې وروسته چې کابل ټیلیګراف یې له يوې بندي نجلۍ سره په زور د واده قضیه رسنیزه کړه، له دندې ګوښه او پرځای يې مولوي سهیل سعید د نوي رييس په توګه وټاکل شو.
کابل ټیلیګراف پنځه ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ چې د ننګرهار ولايت د زندان لپاره د طالبانو رييس ملا مقتدا هغه کم عمره نجلۍ ځانته په زور نکاح کړې، چې له يو ځوان سره له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته تښتېدلې وه.
کابل ټیلیګراف موندلي وو چې، د تېښتې په قضيه کې نيول شوی هلک د طالبانو د زندان رييس ملا مقتدا چې د شينوارو د ګلاهي کلي اوسېدونکی دی، له ګواښلو وروسته په دې شرط له زندان څخه خوشې کړی و، چې د نجلۍ په کيسه کې به نه کيږي او که يې قضيه راپورته کړه، نو بيا به بندي شي.
طالبانو لا هم په رسمي ډول د دغې قضیې په تړاو رسنیو ته کوم سپیناوی نه دی ورکړی خو دغه راپونو د طالبانو ولایتي ادره دې ته اړ کړ چې د زندان مسوول لهه دندې ګوښه کړي.
پرون د طالبانو په حکومت کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري سهیل سعید چې تر دې مخکې د پکتیا ولایت د زندان رييس و، د ننګرهار ولایت د زندان د نوي رييس په توګه وټاکل شو او دنده يې هم پیل کړه.
د طالبانو دغې ادارې د پخواني رييس په اړه معلومات نه دي ورکړي خو کابل ټیلیګراف ته سرچینو ويلي چې پخوانی رييس په همدغه قضیه کې له دندې ګوښه شوی دی.