د افغانستان په اړه د چین سیاست او نوې اړيکې
لیکوال: احمد شاه انګار
دا مقاله په افغانستان کې د چین د ستراتیژیکې ښکیلتیا، د بهرني سیاست اهداف، اعلان شوې او عملیاتي ستراتیژۍ، د متحده ایالاتو په اړه د دوی نظر، او په افغان شخړه کې د ښکیلتیا په اړه د دوی اندیښنې او هڅونې څیړي.
تاریخي اړیکې
په تاریخي توګه، افغانستان د چین په بهرني سیاست کې لږ اهمیت درلودلی، خو د کومه وخته چې د پاکستان په نوم هیواد په دې سېمه کې رامنځته شو او د چین سره يې ستراتیژیکه همکاري پېل کړې ، چینایانو خپلې منافع افغانستان کې د پاکستان د لارې تعقیب کړي ، چینایان پوهیږي چې افغانستان د پاکستان د نفوذ حوزه ده او د خپل ستراتیژیک همکار دا اړتیا يې په پام کې نیولې چې یو قوي افغان دولت پاکستان ته ستراتیژیک خطرونه رامنځته کوي. ځکه يې خپلې ټولې ګټې چې افغانستان کې لري ، هغه د پاکستان د لارې تعقیبوي او هیڅکله يې دا هڅه نه ده کړې چې مخامخ د افغان دولتونو سره د پاکستان د ګټو او مداخلې خلاف اړیکي جوړې کړي.
که لږ تیرو ۷۰ کلونو ته ځیر شو په ځانګړې توګه د سړې جګړې په دوره کې کله چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چین د شوروي اتحاد پرضد د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ. خو، د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، چین د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند ځکه چې دوی له ختیځ ترکستان د خپلواکۍ غورځنګ (ETIM) سره تړاو درلود – دا د اویغور بیلتون غوښتونکو خوځښت دی چې په چین کې د شینجیانګ په ولایت کې فعال دی او د افغان طالبانو او القاعدې سره همکاري لري.
چین د همدې اړیکو له امله په کورني امنیت کې د خطر احساس کاوه چې د طالبانو سره د رسمي ښکیلتیا پر وړاندې یې خنډ واقع شو.
په اقتصادي توګه، افغانستان د چین لپاره د معدني زیرمو د لاسرسي امکان لري او د اروپا سره د سوداګرۍ لپاره یو ستراتیژیک دهلیز ګڼل کېږي. خو، د امنیتي اندیښنو په نظر کې نیولو سره، چین د افغانستان سره د سرحدي سیمې له لارې د مخدره توکو قاچاق او د یاغي ډلو فعالیتونه ځان لپاره ګواښ بولي چې ښايي د دوی په شینجیانګ کې ناارامي رامنځته کړي.
کوم وخت چي په ۲۰۰۲ کال کي د طالبانو رژیم د نړیوالې ټولنې د مداخلې په پایله کې نسکور کړل شو، نو متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو سره په همکارۍ افغان دولت جوړ کړ.
چین هم د افغانستان په وړاندې یو محتاطه او عملي چلند غوره کړ. چین په پیل کې د متحده ایالاتو د لاسوهنې ملاتړ وکړ، خو د عراق له برید وروسته يې دې ملاتړ ته د شک په سترګه وکتل. چین په دې باور و، چې د متحده ایالاتو پوځي شتون په افغانستان کې د امنیت د ښه کولو په موخه نه وو، بلکې د چین د نفوذ د محدودولو په موخه و.
مشهور سیاسي پوه جان میرشایمر په دې نظر دی چې چین به د خپل سیمهایزو قدرتونو د پراختیا په هڅه کې خامخا له متحده ایالاتو سره په شخړه کې ښکیل شي. د چین له نظره د افغانستان امنیت د چین د انرژۍ امنیت لپاره حیاتي دی او منځني ختیځ پر نفتو د دوي اتکار را کموي.
کله چي په ۲۰۱۷ کال کې امریکا متحده ایالاتو د ټرمپ ادارې د جنوبي اسیا لپاره نوې پالیسي جوړه کړه او پاکستان يې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ او پر پاکستان يې فشار راوړ چي د F16 جنګي الوتکو د عصري کول او ۴ میلیارده ډالر چې هر کال يي د پاکستان فوځ ته ورکول بند کړل. د چین د بهرنیو چارو وزارت په ښکاره د پاکستان ملاتړ وکړ او پاکستان يې د ترهګري قرباني یاد کړ او امریکا متحده ایالاتو د دې فشار پر ضد ودرید. دا دریځ د پاکستان سره د چین د ستراتیژیک اتحاد څرګندونه کوي. د دې ملاتړ له لارې، چین د سیمهایز ثبات په لټه کې دی، چې د نسبي ګټو پر اساس د سیاسي نفوذ د زیاتولو هڅه کوي.
افغانستان سره د چین سیاسي اړیکې
کله چې محمد اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ولسمشر شو، هغه د پاکستان پر وړاندې د چین نفوذ څخه د ګټې اخیستلو هڅه وکړه تر څو د طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته وده ورکړي. که څه هم ځینې لومړني پرمختګونه وشول، خو د طالبانو د مشر ملا عمر مړینې دې بهیر ته خنډ جوړ کړ. چین په دې برخه کې د سولې پروسې په ملاتړ کې خپلې هیلې څرګندې کړې، خو د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې بدلونونه دې هڅو ته خنډ شول. دا خنډونه په افغانستان کې د چین د ښکیلتیا په اړه د متحده ایالاتو د محتاط دریځ څرګندونه کوي.
چین په پرله پسې توګه ټینګار کاوه چې د افغانستان شخړه یوازې د پوځي لارو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د سیاسي ښکیلتیا اړتیا ده. د افغانستان د دولت د جوړیدو په پروسه کې، چین د ملګرو ملتونو په مشرۍ د هغه نوښت ملاتړ وکړ چې افغانانو ته د خپل حکومت د ټاکلو حق ورکړي. که څه هم چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۷۳ پرېکړه لیک ملاتړ وکړ، خو د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) سره د ګډون څخه یې ډډه وکړه.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چین د افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پاللي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ځله چین ته سفر وکړ، خو هیڅ کوم چینایي ولسمشر افغانستان ته رسمي سفر نه دی کړی. دا ښکاره کوي چې چین په افغانستان کې د پاکستان له لارې خپل سیاست پلی کوي او د افغانستان په اړه خپل سیاست د پاکستان له عینکو څاري.
افغانستان کې د چین اقتصادي ښکیلتیا
چین د افغان جمهوري دولت له نسکورېدو مخکې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، افغان صادراتو ته ييد ۹۵ سلنه مالیاتو معافیت ورکړ او د ۲۰۱۱ کال راهیسې یې له افغانستان سره ۲۳.۷ ملیونه ډالره وړیا مرسته کړې ده. بیجینګ په افغانستان کې د ځینو زیربنایي پروژو تمویل کړی، لکه په کابل کې د دولتي روغتون او د اوبو لګولو پروژه، او د پخواني دولت ځیني افغان مامورین یې په چین کې روزلي دي. دا هڅې څرګندوي چې چین غواړي له افغانستان سره یو مستحکمه اړیکه وساتي.
چین د افغانستان په معدني سرچینو کې لومړی هېواد و چې پانګونه یې وکړه، چې د عینک د مسو د کان قرارداد یې ترلاسه کړ، که څه هم د کان کیندنې کار تر اوسه نه دی پیل شوی. چین ژمنه کړې چې د ریل پټلۍ او د ډبرو سکرو د بریښنا یوه فابریکه به جوړه کړي. چین د شمالي ولایتونو سرپل او فاریاب کې د تېلو او طبیعي ګازو سرچینې هم پانګونه کړې ده.
د طالبانو سره د چین اړیکې
چین پوهیږي چې طالبان د پاکستان استازی ځواک Surrogate Army ده او پاکستان د چین ستراتیژيک ملګری هیواد دی، د هغه ترڅنګ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د ځان لپاره خطر باله نو ځکه يې د پاکستان ملاتړ کاوه څو د امریکا او دافغان دولت پر ضد جګړه جاري وساتي.
د چین استخباراتي ستراتیژي د نورو هیوادونو په څیر نه ده ، د دوي استخباراتي ملاتړ نا محسوس دی، چنیایان دغه ډول ستراتيژي ده، مرطوبه یا نمناکه ( نم هغه حالت دی چې یو کور، مځکه یا دیوال د اوبو رطوبت داخل شوي وي اوډیر وروسته یې خلک حس کړي )ستراتيژي وايي چې مخالف هیواد ډیر وروسته پوهیږي چې چین په دې هیواد یا سیمه کې نفوذ کړی او دا سیمه يې تر کنترول لاندې راوستلې ده.
چين په تیر ۲۰ کلنې جګړې د همدې ستراتيژي څخه کار واخیست او د پردې تر شا د ISI د لارې د طالبانو ملاتړ کاوه. د دوحې تړون طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړ ځکه يې خپلې اړیکې هم روښانه کړې. د هغه تر څنګه پاکستان د دوحې د تړون د لارې افغانستان کې د ټولو دخیلو قدرتونو ګټې تضمین کړې او چین ته يې هم په افغانستان کې د طالبانو د اړیکو جوړولو زمینه برابره کړې.
پاکستان د طالبانو په مدریت په افغانستان کې نظم حاکم کړی او دغه نظم د ټولو شاوخوا هیوادونو په ګټه دی. د نړیوالو اړیکو پروفیسر سټیفن والټ وايي چې په نړیوال نظم کې نه سوله شته او نه هم عدالت ، بلکې نظم شته او ټول دولتونه پدې لټه کې دي، چې دغه نظم وساتي، افغانستان کې چې کوم نظم حاکم شوی ، دا د اوس لپاره د امریکا، چین ،روسيي ، ایران ،هند او نورو هیوادونو په ګټه دی.
امریکا په افغانستان کې د Over the horizon ستراتيژي لري چې د دې پر بنسټ افغانستان کې حالات څاري څو د امریکا او د امریکا متحدینو ته تحدید رامنځته نشي، چین هم په افغانستان کې پراخ استخباراتي نفوذ لري او قراردادیانو او انجنوګانو د کارمندانو د لارې په افغانستان کې حالات څاري ، د CIA پخواني کارمند انډریو بسټیمنټي وايي چې د چین استخبارات MSS د نفوذ په لحاظ د نړۍ تر ټولو پراخ استخباراتي سازمان دی او هر چینايي د نورو کارو ترڅنګ د چین استخباراتو ته هم کار کوي، نو ویلای شو چې افغانستان کې چې کوم چینایان فعالیت کوي په اصل کې د چین د استخباراتو مامورین دي او چین افغانستان کې پراخ استخباراتي نفوذ لري.
د افغانستان له نظره چین
افغانان چین ته په عمومي توګه د یو بې پرې یا بې طرفه هیواد په سترګه ګوري. چین هم په ظاهره د افغانستان په اړه بې طرفه سیاست کوي ،خو د دوی عملیاتي ستراتیژي عموماً د پاکستاني موخو سره تړاو لري. افغانان دې اړیکو ته د دې ستراتېژۍ په توګه ګوري چې چین د پاکستان پر نفوذ تکیه کوي ترڅو خپل ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي، په ځانګړې توګه د طالبانو له لارې چې د پاکستان د سیمهایز نفوذ لپاره مهمه ګڼل کېږي.
په لنډیز کې، په افغانستان کې د چین رول د سیمې په کړکیچونو کې د ستراتیژیکې همکارۍ یوه برخه ده، چې له دې لارې غواړي خپل اقتصادي او سیاسي ګټې وساتي.