د افغانستان د سولې چارو کې متحده ایالاتو پخوانی استازي زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې وروستیو لاریونونو ته په اشارې، وايي د پاکستان د حکومت لپاره د هوښیارتوب لاره دا ده چې عمران خان خوشې کړي او د جوړجاړي لاره خپله کړي.
هغه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت د عمران خان د مېرمې بشرا بي بي پر نیولو فکر کوي چې دا به احمقانه اقدام وي چې له امله به یې وینې توې شي.
هغه همدرانګه وايي چې اسلام آباد کې پر سوله ییزو لاریون کوونکو پوځي عملیات ښايي په هغه هیواد کې بې ثباتي لا ډېره کړي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم او تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان پلویانو په اسلام آباد کې لاریون پیل کړی چې ځینو ځایونو کې په تاوتریخوالی اوښتی دی.
دوی غوښتنه کوي چې مشر یې د سیاسي دلایلو له امله نیول شوی او باید له زندانه خوشې شي.
عمران خان له څه باندې یوه کال راهیسې د فساد او ځینو نورو دوسیو له امله په زندان کې دی.