په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یو ۲۰ کلن زلمي زندۍ شوی مړی موندل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د لیندۍ پر ۸مه ویلي چې دا ځوان یوه ورځ مخکې لادرکه شوی و.
د سرچینو په خبره، د نوموړي جسد د جاغوري ولسوالۍ اړوند په سیاهزمین سیمه کې موندل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو نابینا کس هم په مرموزه توګه په رسۍ راځړول شوی، مړ وموندل شو.
په وروستیو کې دغه ډول مرموزې وژنې زیاتې شوې دي خو طالبان چې ځانونه په ټول هېواد حاکم بولي او د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، د دا ډول پېښو له مسوولیت نه ځان وباسي.