د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا په يو خبري کنفرانس کې ويلي، له طالبانو سره مو د ترهګرۍ ضد او نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزې خبرې کړې دي.
نوموړې ويلي، هېواد يې لېوالتيا لري، چې له طالبانو سره په دې برخو کې د همکاريو تعامل ولري.
کابل ته د روسيې د ملي امنیت شورا عمومي منشي په مشرۍ د وروستي جګپوړي پلاوي سفر هم په همدې موخه ګڼل کېږي، چې طالبانو په ښکاره د اقتصادي همکاريو پراختيا لپاره بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې یو جګپوړی پلاوی څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د نورو طالب مشرانو تر څنګ د دوی له پوځي چارواکو سره هم لیدلي او ځینې تړونونه لاسلیک کړي و.
شنونکي وايي چې روسیه او چین غواړي چې پر طالبانو خپل نفوذ زیات کړي او د هر راز ډاډ تر څنګ له امریکا سره د طالبانو د دوحې د تړون په وړاندې طالبان تحریک کړې. دا چې طالبان به دغه ډول نظامي تړونونه څنګه مدیریت کړي؛ دا به راتلونکي کې معلوم شي.