د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي که پر چا پاکستان ګران وي هغه دې توبه وباسي او زیاتوی چې د پاکستان حکومت دې یا د خلکو امنیت تأمین کړي یا دې یې په قراره پرېږدي.
د اڅکزي اړوند اېکسپاڼه کې همدارنګه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.
هغه لیکلي: «د عمران خان په خوشې کېدو آسمان نه را غورځېږي.»
اڅکزي غوښتنه کړې چې د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه دې کېني او راتلونکو درې څلورو میاشتو کې دې ټاکنې وکړي چې څوک یې وګټی هغوی ته دې حکومت ورکول شي.
په پاکستان کې د پيپل پارټۍ او مسلم لیګ د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته محمود خان اڅکزی د عمران خان پلوی شوي دی.
عمران خان چې له د مالي فساد په تورونو له تېر یوه کال راهیسې بندي دی، پلویانو یې په اسلام آباد کې د لاریون هڅه وکړه چې په تاوتریخوالي واوښت او مرګ ژوبله یې واړوله.