افغانستانخبرونه

طالبانو په هرات کې يو انجنير له نيولو يوه ورځ وروسته وژلی.

راپورونه وایي، په هرات کې يو انجنير چې تېره ورځ د طالبانو لخوا نيول شوی او بندي و، د جمعې په ورځ يې جسد خپلوانو ته سپارل شوی دی.

د راپورونو په اساس نوموړی د بند پر مهال سخت شکنجه شوی و، چې پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېدلې.

پر ټولنيزو شبکو د هرات ولايت يو شمېر اوسېدونکو د دې پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي، د انجنير زلمي سلطاني په نوم دغه کس په باغ مراد سيمه کې نيول شوی و.

تر اوسه واضح نه ده چې طالبانو نوموړی د کوم جرم په تور نيولی و او ولې يې وواژه؟

دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې په همدغه هرات کې يو ځوان هم د طالبانو د شکنجې لاندې وژل شوی و.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د طالبانو او نامعلومه وسلوالو له خوا د هېواد په مختلفو سيمو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي، چې حتا د مقتولينو کورنۍ شکايت هم نه شي کولای.