د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په روان میلادي کال کې پاکستان کې ۷۱۰۰ افغانان د هغه هیواد د حکومت له لوري نیول شوي او بندیان شوي دي.
یاده اداره په یوه راپور کې همدارنګه زیاتوي چې یوازې په تېره اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې ۸۰۰ افغانان د پاکستان پولیسو نیولي او بندیان کړي دي.
تازه راپورونه ورکول شوي چې پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریونونو پر مهال هم ځينې افغانان نیول شوي دي.
بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دسمبر له ۳۱مې وروسته چې کوم افغانان په اسلام آباد کې اوسېږي، له پولیسو باید د استوګنې ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.
په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په شمول د افغان کډوالو نیولو خبرونه ډېر خپاره شوي او دا چاره د اشخاصو او نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.