د تعلیمي، علمي او فرهنګي چارو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان «ینسکو» خبر ورکړی چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې په بیساري ډول له انلاین تاوتریخوالي سره مخ دي.
یونسکو دغه راز زیاته کړې چې د بدنامولو هڅې، جنسیتي کرکجنې ویناوې، انټرنیټي زورونې، فزیکي بریدونه جنسي تیري او حتی د مړیني موارد د جنسیتي تاوتریخوالی چې ښځینه خبریالانې ورسره مخامخ دي برخه دي.
دغه سازمان دا موضوع د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پره وړاندې د مبارزې د ۱۶ ورځني کمپاین په جریان کې مطرح کړې.یونسکو ټینګار کړی چې خبریالانو ته هر ډول ګواښ ازادۍ ته ګواښ دی.