خبرونهنړۍ

ټرمپ پر اف.بي.اي نیوکه کوونکی د دغې ادارې د نوي مشر په توګه معرفي کړ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرال د تحقیقاتي ادارې (اف.بي.اي) يو سر سخته نیوکه کوونکی د دغې ادارې د مشر په توګه وړاندیز کړی دی.

کاش پټېل چې ۴۴ کلن دی او د ټرمپ په تېره اداره کې يې له نوموړي سره کار کړی، تېرو څو کلونو کې د امریکا د فدرالي څېړنو پر اداره باندې يې ډېرې نیوکې کړې دي.

د امریکا فدرال ادارې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو باندې د ټرمپ او روسیې ترمنځ د اړیکو پر موجودیت څېړنې کولې چې پټېل هم دا موضوع له ټرمپ سره له نږدې څېړله او په همدغه وجه يې پر فدرال اداره باندې نیوکې کولې.

که د سنا مجلس له لوري پټېل ومنل شي نو هغه به د کریسټوفر ری ځایناستی شي، نوموړی د ۲۰۱۷ کال راهېسې دا دنده ترسره کوي.