د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریکس غړو هیوادنو ته خبرداری ورکړی چې که له امریکایي ډالر پرته په نور اسعارو د راکړې ورکړې پلان ولري نو د سل فصده تعرفو سره به مخ شي.
نوموړي دا خبرداری داسې مهال ورکړو چې د بریکس په ورستۍ غونډه کې چې تیره میاشت ترسره شوه د راکړې ورکړې له پاره د نوي اسعارو نمونه وړاندې کړه.
ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د امریکا له اقتصاد سره خدای پاماني وکړي.
نوموړي زیاته کړې: “هېڅ چانس نشته چې برېکس په نړۍواله سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو ډالرو پر ځای بل څه وکاروي او هر هغه هېواد چې غواړي دا کار وکړي باید د متحده ایالاتو اقتصاد سره خدای پاماني وکړي.”
د برېکس سازمان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړ شو چې اوس یې د غړو په شمیر کې زیاتوالی راغلی او داسې پلان لري چې د تجارتي راکړې ورکړې له پاره نوي اسعار وړاندې کړي.