د امریکا متحده ایالتونه وايي، له روسیې او ایران سره د سوریې د ولسمشر بشار الاسد نږدېوالی د دې سبب شوی چې په دغه هېواد کې حالات ترینګلي شي او وسله وال د حلب پر ښار ور ننوځي.
له څو ورځو راهېسې د تحریر شام وسله والې ډلې د سوریې په مختلفو سیمو بریدونه پيل کړي چې تازه د تېرې جمعې په ورځ دغه وسله واله ډله د سوریې تر ټولو ستر ښار حلب ته ور داخل شوي دي.
تازه د امریکا د امنیت شورا ویاندې شان ساوت په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي چې سوریه کې د جګړې او وضعيت د ترینګلتیا اصلي لامل بشار الاسد دی.
هغې زیاته کړې چې بشار الاسد روسیې او ایران ته ډېر ور نږدې شوی نو ځکه په دغه هېواد کې وضعيت هم خراب شوی دی.
بلخوا د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې وړمه شپه يې سوریه کې هوايي، ځواکونو د سوریې د ځواکونو پر ملاتړ پر وسله والو هوایي بریدونه کړي دي.