په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفير بدرالدین حقاني د اماراتو د دولت له رییس محمد بن زاهد النهیان سره لیدلي او د دوه اړخیزو مسايلو او اړیکو پر پراختيا يې ټينګار کړی دی.
بدرالدین حقاني په دغه ناسته کې د افغانستان د ټولیز وضعيت، وروستيو بدلونونو او د رامنځته شويو فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې بدرالدین حقاني په دغه ناسته کې له اماراتو غوښتي چې د افغان بندیانو د انتقال پروسه کې اسانتیا رامنځته کړي چې د بند پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اماراتو د دولت رییس محمد بن زاهد النهیان په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.