افغانستانخبرونه

د افغانستان، هند، ازبکستان او ایران چارواکو د چاه بهار بندر د ستونزو پر حل خبرې کړي

د افغانستان، هند، ازبکستان او ایران چارواکو د هند په ممبي ښار کې د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر وړاندې د پرتو ستونزو او د ستونزو د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

ایراني رسنۍ وايي چې دا ناسته پرون شوې او څلورو اړخونو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی چې د څلور واړو هېوادونو استازو پرون د هند په ممبي ښار کې په خپله درېیمه کاري غونډه کې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالونو د ترانسپورت او ترانزیت لپاره د اسانتیاو د برابرولو د ستراتېژیو په اړه بحث وکړ.

چاه بهار بندر چې منځنۍ اسیا ته د هند او ایران د سوداګریزو مالونو د ترانزیت لپاره مهم بلل کېږي، د افغانستان لپاره چې په وچه پورې محدود هېواد دی هم د کراچۍ له دودیز بندر پرته له منځنۍ آسیا او نورې نړۍ سره د تماس لاره ده.