لوبې

الله محمد غضنفر په يوه ورځ دوو ښارونو کې دوو لوبو کې برخه واخېسته

د افغانستان د ۱۹کلنې کمر عمره لوبډلې لوبغاړي الله محمد غنصفر په يوه ورځ په دوو ښارونو کې په دوو لوبو کې د برخې اخېستو له امله د خپل او په ټوله کې د کرکټ مینوال حیران کړل.

نوموړی چې د افغانستان د ۱۹کلنو د کم عمره لوبډلې لوبغاړی دې تر څنګ یې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د روان ۱۰ اووریزه جام کې هم د ابو ظبي د ټيم لپاره لوبه کوي.

نوموړي د ډېسمبر په لومړۍ نېټه (پرون) لومړی د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان او سریلانکا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ په لوبه کې ګډون وکړ او بیا يې ځان په ډېر شدت ابو ظبي ته رسولی او هلته يې د بُلز بلوډلې په خلاف په ۱۰ اووریزه جام کې برخه اخېستې ده.