د راشد خان او محمد نبي په شمول نورو لوبغاړو هم وروسته له هغې په ټولنيزو رسنيو کې غبرګونونه وښودل چې د طالبانو مشر ته په منسوب پیغام کې د افغان نجونو پر مخ د نيمه لوړو زده کړو د انستيتوتونو د بنديدو امر خپور شو.
راشد خان په خپل فیسبوک کې د نبوي حديث الفاظ ليکي:«د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی!»
هغه د دغه حديث پر دوام د افغان نجونو د زده کړو حالت ته په پام ليکلي: « په گران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم. ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردوونکي دي. لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.
راشد خان هيله ښودلې چې په هېواد کې حاکم ملايان پر دغه پرېکړه بيا کتنه وکړي:« هیله لرم چې په دغې پرېکړه بیا کتنه وشي او زموږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي.»
د راشد خان تر څنګ محمدنبي هم چې د کرکټ په نړۍ کې پر ولسمشر مشهور دی او دا مهال د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې په نړۍ کې لومړی مقام لري، خپل عکس العمل دا ډول څرګند کړی: « واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زده کړو بندیز ولګاوه.»
محمد نبي وړاندي ليکي: «لومړی نجونې له پوهنتونونو څخه منع شوې او اوس یې د دوی وروستی فرصت هم چې په طبي څانګو کې خپله راتلونکې جوړه کړي، ترې واخیستل شو»
محمد نبي د دغې پرېکړې د زيان په اړه ليکلي: «دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي. یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي یې د تعلیم او تحصیل حق ولري او هېڅ برخه پکې محرومه نه وي. له بده مرغه؛ هغه نجونې چې د ډاکټرانو په توګه د خپلو ټولنو د خدمت لپاره روزل کېدې، اوس د خپلو هیلو او ارمانونو څخه بې برخې کېږي.»
د کرکټ دغه ستوري په خپله غوښتنه کې ليکلي: «زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې په دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي. افغانستان د لوستو او تعلیم یافته نارینهوو تر څنګ تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري. مهرباني وکړئ دا پرېکړه بېرته واخلئ او زموږ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ!»
د راشد او محمد نبي تر څنګ رحمان الله ګوربز او حسن عیسی خيل هم خپل غبرګونونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي.
رحمان الله ګوربز د زده کړو په اړه د قران کريم ايت او نبوي حديث خپاره کړي:
«اقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّک الَّذِي خَلَقَ . ای بنده ولوله د خپل هغه ربَ په نام چې تاسو یې پیدا کړي یاست
وقل ربي زِدْنِي عِلمًا. او ووايه اى ربه زما علم زيات كره (قران كريم)
طَلَبُ العِلمِ فَرِيضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ ومُسلِمَة. تعليم بر تولو مسلمانانو نر او ښځې فرض ده (حديث شريف)»
د دوی تر څنګ حسن عيسی خېل د نجونو د زده کړو د مخنيوي په وړاندې د غبرګون په توګه يوه ويډيو خپره کړې او دا الفاظ يې ورسره ليکلي: «زده کړې او تعلیم د ټولو افغانانو بشري او بنسټیز حق دی. »
د کرکټ د لوبغاړو دغو غبرګونونو ته لسګونه زره افغانانو هرکلی ویلی او نړيوالو رسنيو پرې راپورونه خپاره کړي.
د یادو لوبغاړو نه پرته د نجونو د زده کړو په اړه نورو ملي او نړيوالو څېرو هم خپل غبرګونونه ښودلي خو طالبانو په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی چې دا زده کړې ولې بندوي.
د يادونې وړده چې د نجونو له ۷-۱۲ پورې ښوونځي او لوړې زده کړې وار له مخه طالبانو تړلې وې او يوازې نيمه لوړو زده کړو ته يې اجازه ورکړې وه چې هغه يې هم اوس بندې کړې.