افغانستانخبرونه

د افغان نجونو پر وړاندې د نیمه لوړو زده کړو بنديز ته اروپايي ټولنې او بریتانیا غبرګون وښود

وروسته له هغې چې د طالبانو روغتيا وزارت روانه اوونۍ د روغتيايي علومو په نيمه لوړو زده کړو انیسټيټونو کې د ښځینه زده کوونکو پر ورتګ بنديز ولګاوه، تازه د اروپايي اتحاديې او بریتانیا د حکومت له لوري دا کړنه غندل شوې ده.

د طالبانو د روغتيا وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې وروسته به نجونې د روغتيايي علومو نيمه لوړو زده کړو مرکزونو ته نه ورځي د سه شنبه او چهار شنبې په ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د دغې پرېکړې کلکه ننګه وکړه او په کله کې په ټولو مرکزونو کې مخنيوی وکړ.

تازه د اورپايي ټولنې لخوا په يو خپور شوي بیان کې دا کړنه غندل شوې ده او له طالبانو غوښتل شوي چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر وړاندې له دا ډول سرغړونو لاس په سر شي.

دغه راز د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت سرپرست رابرټ ډېکسن هم دا کړنه غندلې او دا يې د ښځو د زده کړو د حق بې عزتي ګڼلې ده.