نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد د کمې ودې ترڅنګ بیا هم د ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
دغه بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په نورو ستونزو سربېره مالي محدودیتونه، نامتوازنه سوداګري او د عامه پانګونې لپاره محدود ظرفیت د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې خنډونه رامنځته کړې دی.
اعلامیې زیاته کړې چې د افغانستان ناخالصو داخلي تولیداتو ۲.۷ فیصده وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبرانوي.
یاد بانک له دې وړاندې دغه راز په افغانستان کې د اقتصادي پرځېدا او بېوزلۍ د پراخیدو په اړه هم اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت او بېکارۍ له امله د توکو د پېر توان له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي و، چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.