کندوز ولایت کې د سنوکر د یو لوبغاړي پهلوان محمد تواب له لوري په شخصي لګښت د ۳۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د سنوکر کلب جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
هغه وایې دغه کلب یې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړی چې د سنوکر برخې لوبغاړو لپاره به ګټور وي.
د نوموړي په وینا یاد کلب یې ځوانانو ته د ورزشي فرصتونو برابرلو، دغه ولایت کې د سنوکر لوبې ودې او د یوه پایښت لرونکي تجارت په موخه جوړ کړی دی.
بلخوا په کندوز کې د سنوکر برخې لوبغاړي وایې، دوی له ډېره وخته د یوې معیاري سنوکر کلب غوښتنه لرل چې اوس دا دی جوړه شوه.
له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د یو بل پانګوال له لوري د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د سنوکر کلب جوړ شوی و.
اوسمهال په هیواد کې د تېرو کلونو په پرتله له سنوکر لوبې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده.