راپورونه وايي چې د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو چې مشري يې د التحریر الشام ډله کوي، پرون د پنجشنبې په مازیګر حماه ښار د سوریې له ځواکونو نیولی او اوس يې د حمص ښار د نيولو هڅې پيل کړې دي.
العربیه رسنۍ راپور ورکړی چې د التحریر الشام وسله واله ډاله اوسمهال د حمص ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې دي او جګړه يې توده ساتلې ده.
پرون د سوریې د بشري حقونو ډلې المرصد هم پرون تایید کړه چې د حکومت وسله والو مخالفینو د حماه په تر ټولو سترې سیمې سلمه باندې کنټرول تر لاسه کړی دی.
تر دې وړاندې د التحریر شام په مشرۍ د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو له سوریايي پوځ څخه حلب ښار هم نيولی و.