وروسته له هغې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلويانو په اسلام اباد کې پراخ لاریونونه وکړل او حکومت په لاریونونو کې د دخيلو کسانو د نيولو پرېکړه وکړه، هلته د بشري حقونو فعالان وايي چې پوليس په دغه بهانه يوازې پښتانه او افغان کډوال نيسي.
په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعاله او د نيول شويو پښتنو وکیله ایمان مزاري وايي چې تر اوسه د پوليسو له لوري ۳۴۷ نيول شويو کسان کې ګڼ پښتان او افغان کډوال شامل دي چې په لاريون کې يې هېڅ ډول ونډه نه وه اخېستی خو يوازې پرې پوليس د نيول کېدونکو کسانو لېست لوړوي.
هغې ويلي، پوليس دغه کسان د شناختي کارډ (پاکستاني هویت کارډ) او د کډوالو د کارټونو له لیدلو وروسته نیسي چې د هغې په خبره دا ښکاره تعقصب دی.
پرون د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هم ويلي وو چې په اسلام اباد کې د پاکستاني پوليسو له لوري شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال په همدغه بهانه نيول شوي دي.