د اسیا جام ۱۹ کلنو سیالیو په نیمه پای لوبه کې بنګله دېش پاکستان ته او هندوستان سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پای لوبې ته ووتل.
دغه لوبې(جمعه،۱۶د لېندۍ)تره سره شوې چې، په لومړۍ نېمه پای لوبه کې بنګلهدېش پاکستان ته او په دویمې نېمه پای لوبه کې بیا هندوستان سریلانکا ته ماتې ورکړې.
د بنګله دېش او پاکستان سیالي ترمنځ سیالۍ کې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۱۷ مندو هدف وټاکه چې، بنګله دېش لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې د پاکستان لوبډله له جام څخه بهر کړه.
په دوېمه نېمه پای لوبه کې بیا د هند او سریکلانکا ترمنځ ترسره شوه چې، سریلانکا مقابلې لوبډلې ته په ۴۶.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۴ منډو هدف ټاکلی و، چې د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۱.۴ اورونو پوره او پایلوبې ته ووتل.
ټاکل شوې چې د نولس کلنو اسیام جام سالیو پای لوبه به سبا(یک شنبه،۱۸د لېندۍ) د هندوستان او بنګلهدېش ترمنځ ترسره شي.
د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې هم ګډون درلوده، خو خپل سفر یې د درېیو پرله پسې ماتو سره پای ته ورساوه.