خبرونهنړۍ

سوریه کې حالات له کابو وتلي؛ خو بشار الاسد لا هم دمشق کې دی

راپورونه وايي چې د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو پرون تر حما وروسته حمس او ځينو نورو ښارونو کې ډېر پرمختګ کړی او د دمشق تر څنډو رسېدلي دي.

ځينو رسنيو رپوټونه ورکړي چې د سوریې حکومت د سقوط تر بریده رسېدله او له ډېرو ښارونو د بشار الاسد په مشرۍ حکومتي ځواکونه وتلي دي.

العربیه شبکې په یو راپور کې د سوریې د چارواکو له قوله ډاډ ورکړی چې بشار الاسد لا هم په دمشق کی دی خو د ولسمشرۍ په شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

له تېرو دوو اوونيو راهېسې په سوریه کې د تحریر الشام وسله والې ډلې په مشرۍ بېلابېلو ډلو د حکومت پر ضد جګړه پيل کړې او له تېرو څو ورځو راهېسې يې پرلپسې ځينې ښارونه نيولي دي.