افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د ځنګلونو له منځه تللو په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اندېښنه ښکاره کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې هر کال د دغه هېواد ۰،۲ سلنه ځنګلونه له منځه ځي.

راپور زیاته کړې چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې یوازې په خوست ولایت کې له ۱۵زره۳۰۰ هکټاره ځنګلونو څخه ۲۷۸ هکټاره ځمکه له منځه تللې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په خوست کې يې د ځايي خلکو د ژوندانه د پياوړتيا او د ځنګلونو د احیا په موخه په ۲۳۲ هکتاره ځمکه کې د بادامو، آلوبالو، ګيلاس او مالټو په ګډون ۴۷زره۹۵۰ مېوه لرونکي نيالګي يې کېنولي دي.

راپور زیاتوي چې دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خوست ولایت کې په ۲زره۱۱۱ هکټاره ځمکه کې ۲۶۰ زره د چهارمغز او جلغوزي ونې کرلي دي.

 په عینې حال کې د طالبانو ادارې د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره ځواکونه ګمارلي، چې د هېواد په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د ځنګل وهلو څخه مخنیوی وکړي.

د مسؤلینو په وینا، په د خوست په ګډون یې په څو ولایتونو کې لسګونه کسان په دې تور نیول شوي هم دي، چې ځنګلونه یې وهل.