افغانستانخبرونه

نړیوالو بندیزونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا کمه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووولان وایې، چې نړیوالو بندیزونو په هیواد دننه پانګونې ته لېوالتیا کمه کړې ده.

د یادې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ویلي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه، د انرژۍ کمښت او برښنا نشتون هغه لاملونه دي چې،  په هېواد کې یې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا کمه کړې.

د هغه په وینا که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې د پانګوالو لپاره د ۵۰ سلنه مالیاتو کمښت، د وارداتو د تعرفو لوړېدل او د سوداګرو امنیت په برخو کې د کورنیو پانګونو ملاتړ کړی خو لاهم ډیر کار ته اړتیا ده.

الکوزي زیاته کړه«زیاتره کورني پانګوالو هڅه کړې چې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، خو د برښنا نشتون، د سوداګرۍ برخه کې ستونزې او دغه راز دلته بله ستونزه د سیاسي مسایلو او نړۍ سره د اړیکو او د مرکزي بانک مسایل دي چې له کبله یې پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي.»

نوموړی د یادې ستونزې د حل په برخه کې د یوه ځانګړي کمېسیون جوړېدل مهم بولي، څو له همدې لارې په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې شته ستونزې وڅېړي او حل ورته ولټوي.

بلخوا د اقتصادي چارو پوهان وایې، راتلونکي کې د افغانستان د پانګونې د کچې د راټیټېدو د مخینوي لپاره باید د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا، د صادراتو لپاره د بدیلو لارو پر موندلو او دغه راز د افغاني تولیداتو بهر ته د صادراتو په برخه کې د شته ننګونو پر هوارولو تمرکز وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ویلي چې، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر بهرني پانګوال افغانان دي او لا هم غواړي یاد هېواد کې پانګونه وکړي.