د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت په سوریه کې تازه واک ته رسېدلې تحریرالشام ډلې ته واک ته د رسېدو د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه کړې چې د عمومي عفوې تګلاره غوره کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يو اعلامیه کې چې د دغه وزارت له لوري پر پښتو او دري سربېره په انګلیسي او عربي ژبو هم خپره شوې ده، په سوریه کې يې د يو خپلواک اسلامي نظام د جوړېدو هيله څرګنده کړې او ټينګار يې کړی چې بايد په نوي حکومت کې ټولو قشرونو ته يو شان ونډه ورکړل شي.
پرون د یکشنبې په ورځ د تحریر الشام ډلې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې حکومت را وپرځولو او په هېواد کې يې خپلواکي اعلان کړه.