ځانګړي برخهمقالې

د کابل او دمشق سقوط؛ په ۱۵ اګست او ۸ دسمبر د افغانستان او سوریې د خلکو احساسات…!

لیکوال: نجیب ننګیال

-يکشنبه ده

-يکشنبه ده

خلک د ولسمشر غني‌ په تګ خپه او غوسه دي. ځينې ژاړې او ځينې یې د مرګ و ژوند په اړه پوښتنې کوي. په لومړيو ساعتونو کې هيڅوک نه پوهېږي هغه چېرې ولاړ. تګ یې رښتيا دی او که لکه داود خان او نجيب وژل شوی.

خلک د بشار الاسد په تګ خوشاله دي او د ژوند و مرګ په کيسه کې یې ډېر نه دي.‌

خلک د ولسواکۍ د سقوط وير کوي او ويرجن دي چې ازادۍ یې بيا سلب شوې او حقونه به یې د پايمال شي.‌

خلک د استبداد د پای جشن لمانځي او خوشبين دي چې حقونه یې خوندي کېږي او د خلکو په مشوره حکومت را منځته کېږي.‌

زندانونه مات شوي. د داي..ش او ط.ابانو تر څنګ د مخدره توکو د قاچاقبرو، په فساد د تورنو او د جنايي دوسیو لرونکو زندانيانو لارې خلاصې دي.

زندانونه مات شوي. د اسد رژيم لخوا د تر جبر لاندې لږکيو او سنيانو مړژواندي زندانيان يوه لسيزه وروسته لمر ويني او له خوشالۍ اوښکې تويوي.‌

لکونه خلک وطنه د کډوالۍ په حال کې دي. د کابل هوايي ډګر د محشر ننداره وړاندې کوي.

خلک له ترکیې، لبنان او نورو هېوادونو بېرته د خپل وطن په لور رهي شوي. مليونونه کډوال بېرته خپلو کورونو او کروندو نه ستنېږي.

د کليمې، الله اکبر او محراب منبر درې رنګه بيرغ نسکور دی.

د دوه ستورو لرونکی درې رنګه بيرغ لا هم هسک ولاړ دی. جنګيالي او خلک یې په ګډه لېږدوي.

فيض حميد کابل ته رسېدلی او د ډيورنډ په کرښه ډلې ډلې پاکستاني مخ پټي نظميان پوځي قرارګاوو ته ننوځي.

اسرايلي پوځونه لسيزې وروسته د سوریې خاورې ته ننوتلي.

ښار کې خاموشي ده او ډېری دولتي مامورين د خپل ژوند په اړه په اندېښنه کې دي.

ښار کې جشنونه لمانځل کېږي او لومړی وزير یې دفتر کې دی. خلکو ته د ثبات ساتلو پيغام ورکوي.‌

نړۍ د افغانستان په اړه ويرجنه،‌ خپه او اندېښمنه ده او د پراخې بشري فاجعې د پېښېدو وېره لري.

نړۍ د سوریې په اړه خوشبينه ده او د ديکتاتور رژيم پای د سوریې نېکمرغي بولي.

د جنګياليو مشر ځای، غږ او تصوير نشته او له خلکو سره په اړيکه کې نه دی.‌

د جنګياليو مشر د خلکو په منځ کې دی او په څلور لارو کې ګرځي.

د جنګياليو مشر افغانستان مفتوحه سيمه بولي او مکې ته د مسلمانانو د ننوتلو سره یې تشبيه کوي.

د جنګياليو مشر د خلکو په مشوره د حکومت د تشکيل ژمنه کړې او د هرې ډلې او عقيدې د خلکو د حقونو د خونديتوب یې ويلي.

مېرمنې غمجنې دي. د کار، زده کړو او سياسي فعاليت په محدوديتونو غږېږي.

مېرمنې په څلور لارو کې جشنونه لمانځي او هيڅ وېره نلري.