په سوریه کې د وسله والو ډلو له لوري د بشار الاسد د رژيم له رانسکورولو سره سمدواره اسرائیلي ځواکونه توانېدلي چې ۵۱ کاله وروسته دغه هېواد ته داخل شي او د جولان ځينې سيمې ونيسي.
د بشار الاسد حکومت پرون سقوط شو، نوموړی له کورنۍ سره مسکو ته لاړ او د هېواد واک د تحریر الشام وسله والې ډلې ته په لاس ورغی.
دغه ډله د ترکیې او امریکا ملاتړ لري او وتوانېده چې د ایران او روسیې په ملاتړ د بشار الاسد حکومت چپه کړي.
خو تازه ځينو رسنيو ويلي چې اسرائیلي ځواکونو د اسد له ماتې سره سم د سوریې په ځينو سیمو هوايي بمبارۍ کړې دي او د جولان سيمې ته ور داخل شوي دي. دا سیمه د تحریر الشام ډلې د مشر ابو محمد الجولاني پلرنی ځای دی.