لوبې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته چمتووالی پیل کړی

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې، د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر واندې د راتلوونکو سیالیو لپاره چمتوالی پیل کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبډلې هرارې ښار ته تر رسېدو وروسته تېره ورځ د خپل چمتوالي کمپ پیل کړی.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړی د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د راتلوونکې(چهارشنبې،۲۱د لېندۍ)پيل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او زمبابوې به درې د شل اوریزو، درې د یو ورځنیو او دوه د ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله داسې مهال زمبابوې ته تللې چې، په متحده عرب امارتو کې یې پخپل کوربتوب له ایرلنډ، سوېلي افریقا او بنګله دېشه د یو ورځنیو سیالیو د پرلپسې جامونونه هم ګټلي دي.