افغانستانخبرونه

په جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې دوه ځوانان په مرموز ډول وژل شوي

.د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په جوزجان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د دغه ولایت د خم آب ولسوالۍ اړوند«بوزاریغ» سیمه کې د کمال الدین په نامه یو ۲۷ کلن ځوان په ډزو وژل شوی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې چې، دوی یې عاملین نیولي او اوسمهال ترې څيړنې روانې دي چې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

بلخوا په کاپیسا کې هم ځایي طالب چارواکو خبر ورکړی چې، د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په«سیدمیرخیل»کلي کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تراوسه د وژل شوي ځوان هویت او د وژنې انګېزه څرګنده نه ده، خو دوی یې په اړه څېړنې پی کړي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي چې، عام خلک یې اندېښمن کړي دي.